د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې د عیسیوي مذهب لرونکي یوه پاکستاني ساون مسیح ته د کفر ویلو په تور د مرګ سزا واوروله.
دا هغه لانجمنه قضیه ده چې؛ تېرکال یې په پاکستان کې اعتراضونه وپارول. د ساون مدافع وکیل نمیم شاکر وايي؛ قاضي پر تورن مسیح د احتمالي حملو له ویرې د اعدام حکم نوموړي ته په هغه زندان کې اعلان کړ چې؛ په کې بندي دی.
پر مسیح یوه مسلمان سړي د تېرکال په مارچ میاشت کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي تور ولګاوه. پولیسو نوموړی تورن ونیوه؛ خو له دې ډېرژر وروسته یوې ډلې خلکو د عیسیویانو د استوګنې هغه سیمه چې مسیح په کې اوسېده، لوټ کړه او کورونه یې وسوځول.
د دې ځای اوسېدونکي هغه مهال له خپلې سیمې وتښتېدل؛ خو ډېره برخه یې د راپورونو له مخې بېرته ستانه شوي او خپل کورونه یې جوړ کړي.
د پاکستان قوانین د کفر ویلو لپاره د اعدام سزا ورکوي؛ خو تراوسه پورې پر هېڅ تورن هم دا حکم نه دی تطبیق شوی.