حامد کرزي په سیمه کې د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا مهمه وبلله

ولسمشرحامد کرزي په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او همکارۍ مهمه وبلله.

ښاغلي کرزي، چې نن د نوروز جشن د پيل په مراسمو کې خبرې کولې وویل، تروریزم د سیمې اکثرو هېوادونو ته یو لوی ګواښ دی او باید په ګډه یې په وړاندې مبارزه وشي:

″ټول پوهیږي چې زموږ د سیمې ډیر هېوادونو له داسې ستونزو سره مخ دي چې په سر کې یې تروریزم دی، زما په نظر زموږ د هېوادونو راتلونکې په سیمه ییزې همکارۍ پورې تړلې، له همکارۍ پرته نه شو کولای په سیمه کې موجوده ستونزې هوارې کړو.″

په مراسمو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم وویل، چې افغانستان په تیرو څو لسیزو کې د ناپوهیو او ځینو ایدیالوژیو قرباني شوی، خو زیاته یې کړه، چې افغانان د دې ستونزو په وړاندې تل دریدلی.

ښاغلي روحاني وویل، افغانستان په تیرو څو لسیزو کې دوه ځله د پردیو ځواکونو له خوا اشغال شوی او دوی دغه اشغال په کلکه غندي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د سولې د ټینګښت په برخه کې هر ډول هڅه وکړی.