له ځينو ملګرو سره یاري سخته وي!

وايي چې ازمویل شوی ملګری په بیا بیا مه ازمویه!

خو بیا هم ځينې ملګري له خپلو ازمویل شوو انډيوالانو لوړې تمې لري، د هغوی ستونځو او ازادۍ ته پام نه کوي، که هره تمه یې پر ځای کړي، ښه ملګری یې بولي، خو که د خپلې بې وسۍ او ناتوانۍ له کبله یې تمه ورپوره نه کړي، نو ملګرتیا ورسره ختموي.

ورته وايي، چې پخوانۍ خونده دې نشته، ته د ملګرتیا سړی نه یې، اوس دې پيسې پيدا کړي دي، موږ په نظر نه درځو... بلا تورونه پرې لګوي.

د مینې او ملګرتیا پالل هم هغه د چا خبره قرباني غواړي، په یوه سندره کې مې اوریدلي وو، چې:

مینه سر کې څه اسانه غوندې ښکاري
رسول یې سر ته ګرانه غوندې ښکاري

د دوستۍ سر ته رسول هم اسانه خبره نده، د هغو ملګرو، چې تل خپل زړه ته ګوري، د بل ملګري زړه او د ستونځو په کیسه کې نه وي، ملګرتیا ډيره نه پايي، لکه د غڼې تار په وړه بهانه پرې کیږي، له دوی سره یاري ډیره سخته وي.

د ستونځې په وخت کې له ملګري سره مرسته کول د ملګرتیا یو اصل ګڼلی شو، خو څه وايي، چې بنده تر خپله وسه پړ دی، د هغوی له وسه پورته غوښتنې باید ترې ونشي.

ښه ملګری د خپل ملګري په خوشالۍ خوشاله او په خفګان خفه کیږي. یو ځوان تاج محمد وايي، چې که له یو چا سره ملګرتیا کوو، باید د هغه د خویونو په اړه ځان پوه کړو، چې په څه خوشالیږي، په څه خفه کیږي، څه یې په وس کې دي، څه یې په وس پوره ندي... له دې سره د ملګرو تر منځ د خفګان مخه نیولی شو.

یو بل ځوان حمید الله سادات هم وايي، چې په ملګرتیا کې باید د ملګرو تر منځ اعتماد واوسي، د هغه له وسه پورته غوښتنې ترې ونشي، ستونځې یې درک شي او په وړه خبره ورسره څوک باید د کلونو ملګرتیا پای ته ونه رسوي.

د اخلاقو د پوهانو له نظره دملګرو تر منځ د خپګان وجه دا ده، چې اکثره کسان د نورو خلکو فردي حقونو ته احترام نلري؛ موږ که نورو ته اجازه ورنه کړو، چې په خپله خوښه ژوند وکړي او د نورو فکر، ذوق او غوښتنو ته احترام ونلرو، نو له نورو سره ګوزران به راته سخت شي.


د تاندې څانګې د دې اوونۍ خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي؛ هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، همدا راز تاسې دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



http://www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته دهhttp://ShafaqN@rferl.org