ولسمشر بارک اوباما به نن له ایټالیا څخه کتنه پیل کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن له ایټالیا څخه کتنه پیل کړي او په روم کې به د نړۍ د کاتولیکانو له مشرپاپ فرانسیس سره وګوري.

د دواړو مشرانو خبرې به د شتمنو او بې وزلو ترمنځ د فاصلې د له منځه وړلو پر مسالې څرخي.

اوباما په هاګ او بروکسل کې د اروپایي اتحادیي له مشرانو سره له درې ورځو خبرو اترو وروسته پرون روم ته ورسید.

اوباما له اروپایي مشرانو سره د اکراین د کریمیا د سیمي د لانجې په اړه خبرې وکړي.

دا واتیکان ته د اوباما دوهم سفر دی. هغه په ۲۰۰۹ کال کې له پاپ بیندیکت شپاړسم سره کتلی و.

اوباما به په دې سفر کې د ایټالیا له صدراعظم ماتیورینزي او له ولسمشر جیورجیو ناپولیتانو سره هم وګوري او د جمعې په ورځ به سعودي عربستان ته چې د ده د سفر وروستی تم ځای دی، ولاړ شي.