د عراق صدراعظم نوري المالکي خبرداری ورکړ، چې د هېواد د انتخاباتو د کمسیون استعفی به انتخابات د اپریل تر پای پورې وځنډوي.
المالکي په خپله اونیزه تلویزیوني وینا کې د چهارشنې په ورځ وویل، که چیرته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي بیرته کارونو ته ستانه نه شي، نو انتخابات به وځنډیږي.
المالکي زیاته کړه، چې د انتخاباتو ځنډیدل یوازې انتخاباتو ته زیان نه اړوي ټول هېواد ته یې زیان رسیږي.
د عراق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي صفا الموسوي د ازادۍ راډيو عراقي څانګې ته وویل، د کمیسیون د غړیو استعفاوې به د انتخاباتو پر تیاریو او د انتخاباتو پر بهیر منفي اغیز ونه کړي.
د عراق لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي نیکولای ملادینوف وویل، د انتخاباتو ځنډ به خطرناکه پایلې ولري.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شکایت کړی دی چې وکیلانو او قضایي ادارو د دوی په کارونو کې مداخله کوله.