عراق: په وروستیو چاودنو او بریدونو کې ۲۹ تنه وژل شوي دي

عراقي چارواکي وایي چې، په چاودنو او ډزو کې د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه نهه ویشت تنه په دغه هېواد کې ووژل شول.

تر ټولو خونړی برید د یوه موټر بم چاودنه وه چې؛ د بغداد په شمال لویدیځ کې له ښاره بهر له یوه امنیتي مرکز سره وشوه او نهه تنه یې ووژل.

په بعقوبه، موصل او تکریت کې په بریدونو کې لږ تر لږه اته نور ووژل شول.

وسله والو همداراز د بغداد په شمال کې د طارمیه په سیمه کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ او اته عسکر یې ووژل. په بغداد کې دننه بیا د یوه سني وکیل موټر تیرېده چې چاودنه پرې وشوه او د هغه دوه ساتونکي په کې ووژل شول.

د بغداد په یوه مارکیټ کې یوې بلې چاودنې هم د دوو تنو ژوند واخیست.

دا پیښې څو اونۍ مخکې تر دې شوې دي چې؛ عراق غواړي له دوه زره لسم کال راپه دې خوا لومړني عمومي انتخابات وکړي. دغه انتخابات پرون تر دې پیښو مخکې هم هغه وخت اغیزمن شول چې؛ د انتخاباتو د کمیسیون غړیو د سیاسي مداخلې له کبله استعفاوې وکړې.