په مصر کې د محمد مرسي ۵۲۹ پلویان په مرګ محکوم شول

د مصر یوې محکمې له واکه څخه د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ۵۲۹ پلویان په مرګ محکوم کړل.

مدافع وکیل احمد الشریف وویل، دا کسان پر پولیسو د بریدونو اود تیرې اګشت میاشت په خونړیو مظاهرو کې د یوه افسر د وژلو په قضیو کې مجرم پیژندل شوي دي.

محکوم شوي کسان د استناف حق لري.

د ۵۲۹ محکومو شوو له ډلې څخه اکثره يې په غیاب کې محاکمه شوي دي.