په ننګرهار کې د قلم په نامه په یوه سیمه ییزه راډیو کې چاودنه شوې

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یوې سیمه یېزې راډیو په ودانۍ کې چاودنه شوې ده.

په کامې ولسوالۍ کې د قلم راډیو مسوول انعام الله میاخیل ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې راډیو په ودانۍ کې چاودنه شوې؛ خو چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.

په دې پيښه کې قلم راډیو ته مالي تاوان اوښتی.

له دې وړاندې د ننګرهار راډیو ټلویزیون ارشیف په دې ولایت کې د طالبانو د څو ورځې مخکې حملې په نتیجه کې په بشپړه توګه له منځه ولاړ.