په هالنډ کې د اټمي امنیت په اړه سرمشریزه پیلیږي

په پام کې ده چې د اټمي امنیت په اړه دوه ورځنۍ سرمشریزه نن په هالنډ کې پیل شي.

په دې غونډه کې به د نړۍ د ۵۳ هېوادونو استازي د تروریستانو لاسو ته د اټمي موادو د لوېدو د احتمال د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

د هالنډ په هاګ ښار کې د جوړېدونکې دې سرمشریزې له ګډونوالو څخه یو د امریکا ولسمشر بارک اوباما دی. سږنۍ غونډه د غونډو د هغې لړۍ درېیمه ده چې؛ اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته پیل کړې.

اوباما د تروریستانو لاسونو ته د اټمي وسلې او یا هم په اصطلاح د ناولو بمونو د لوېدو د خطر کمول مهم لومړیتوب بللی.

د هالنډ صدراعظم مارک روتې Mark Rutte ویلي چې؛ د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې یوازې پروسږکال د یوسل او شپږڅلوېښت اټمي پېښو راپور ورکړی؛ خو د هغو هېوادونو شمېر چې د یوه بم د جوړولو لپاره په کافي اندازه پلاتونیم یا غني شوي یورانیم لري؛ له ۳۹ څخه چې په ۲۰۱۰ کال کې و؛ سږکال ۲۴ ته راکم شوي دي.