ډاکټر هدایت: د سردار احمد د زوی روغتیايي حالت تر پخوا ښه دی

د کابل د ایمرجنسي روغتون ډاکټران د اطلاعاتو فرهنګ وزارت هغه خبر ردوي؛ چې ویلي وو، د وژل شوي خبریال سردار احمد درېیم ماشوم هم په روغتون کې ساه ورکړه.

د دې روغتون د جراحي برخې ډاکټر هدایت الله هدایت ازادي راډيو ته وویل چې؛ د دغه ماشوم روغتیايي وضیعت تر پخوا ښه دی.

تردې مخکې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني ازادي راډیو ویلي وو؛ چې د سردار احمد درېیم ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

وسله والو طالبانو د نوروز په شپه په کابل سرینا هوټل حمله وکړه چې؛ د افغان خبریال سردار احمد او د هغه د کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۹ تنه په کې ووژل شول.