"د څو دولتي چارواکو په اړه ولسمشر کرزي ته شکایت شوی"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي؛ هغه دولتي چارواکي ولسمشر کرزي ته ورپېژني چې د کوم مشخص کانديد په کمپاينونو کې دولتي امکانات کاروي.

دغه کميسيون وروسته تر هغه دا خبره کوي؛ چې په وروستيو کې د پکتيا والي او څو نور دولتي چارواکي د يوه مشخص کانديد لپاره په کمپاين کولو تورن شوي دي.

که کوم برحال دولتي مقام يوه مشخص کانديد ته کمپاين کوي، د انتخاباتو خپلواک کميسيون به يې په وړاندې څه اقدام کوي؟

صالح محمد صالح دغه پوښتنه د انتخاباتو خپلواک کميسيون له وياند نور محمد نور څخه د مرکې په پيل کې وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

له نور محمد نور سره مرکه