پرون ماښام په مصرکې يوې محکمې ١٧ تنه هر يو په ١٤- ١٤ کاله بند محکوم کړل.
دغه کسان په الازهر پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال پر دولتي ودانيو په حملې او د هغو په اشغال تورن شوي دي.
ويل کېږي تورن شوي کسان د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي پلويان او د اخوان المسلمين ګوند غړي دي.
دغو کسانو په خپله مظاهره کې غوښتنه درلوده، چې په پوهنتون کې دې په ډله ييزه توګه د غذايي مسموميت د مسئلې څېړنه وشي.
په اپرېل مياشت کې په لسګونو محصلان د غذايي مسموميت ښکاري شوي او روغتون ته انتقال شوي وو.
په مصر کې د پوځ په ملاتړ برحاله حکومت د اخوان المسلمين ګوند مشران نيولي او دغه ګوند يې يو تروريستي سازمان اعلان کړى دى.
د بشري حقونو د ملاتړ ډلو د مصر اوسنى حکومت په پراخه پيمانه له بشري حقونو په سرغړونې او تقلبي محاکمو چې سياسي انګېزې لري، تورن کړى دى.