قرغزستان د روسيې له فډراسيون سره د کریمیا د يوځاى کېدو پرېکړه په رسميت پېژني

د قرغزستان حکومت وايي، په کريميا کې ترسره شوې لانجمنه ټولپوښتنه او په قانوني توګه د روسيې له فډراسيون سره د دې سيمې د يوځاى کېدو پرېکړه په رسميت پېژني.

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزارت په هغه اعلاميه کې چې پرون يې پر ويبپاڼه خپره شوه وويل، په کريميا کې د مارچ د شپاړسمې نېټې د ټولپوښتنې نتايج د دې خومختار جمهوريت د اکثريت خلکو اراده څرګندوي.

اعلاميه زياتوي، د اوکراييني چارواکو ناسنجول شوي اقدامات او اداري فساد د روان بحران سبب شو، چې په نتيجه کې يې دغه ټاپووزمه له روسيې سره يوځاى شي.