پنټاګون وايي، روسي ځواکونه به د اوکراين په ختيځ کې له سرحده نه اوړي

پنټاګون وايي، د روسيې د دفاع وزير سرګي شوى ګو (Sergei Shoigu) د امريکا له دفاع وزير چک هېګل سره ژمنه کړې، چې روسي ځواکونه به د اوکراين په ختيځ کې له سرحد څخه نه اوړي.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون پرون وويل چې شوى ګو او هېګل د روسيې او اوکراين پر شخړې د يوه ساعت لپاره ټليفوني خبرې وکړې.

د پنټاګون يوه وياند وويل چې شوى ګو ښاغلي هېګل ته وويل چې په زرګونو روسي پوځيان د اوکراين پولې ته څېرمه پوځي تمرينونه کوي او په پام کې نه لري چې اوکراين ته واوړي.

راپورونه وايي د امريکا د دفاع وزير خپل روسي سيال ته وويل، څرنګه چې روسيې د اوکراين د کريميا سيمې کنټرول په خپل لاس اخيستى، که هلته هرډول پېښه کېږي مسووله به يې وي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر کتنې وروسته په مسکو کې وويل، د اوکراين د لانجې د حل لپاره بايد ډيپلوماتيکې لارې چارې ولټول شي:

”دوى بايد دا بحران په سوله ييز ډول حل کړي. لومړى او تر ټولو مهم ګام دا دى چې ورسيه او اوکراين په خپلو کې سره کښېني، مستقيمې او ګټورې خبرې وکړي“

دا په داسې حال کې ده چې د کريميا په ټاپووزمه کې روسي پلوه ځواکونو د اوکراين د سمندري ځواکونو درې کښتۍ يرغمل کړي او د روسيې د سمندري ځواکونو قوماندان څلورمې کښتۍ ته امر کړى، چې تسليم دې شي.