کرکټ بورډ ملي ټيم او د کرکټ بورډ په اداره کې ځينې بدلونونه راولي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي په نژدې راتلونکي کې به په ملي ټيم او د کرکټ بورډ په اداره کې ځينې بدلونونه راولي.

د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس نور محمد مراد ازادۍ راډيو ته وويل چې دا به مثبت بدلونونه وي:

”کله به هم د احساساتو له مخې بدلون رانه ولو- نه يې پلوي يو. پرځاى بدلون به راځي چې نړيوال به هم ترې خبر وي. ځينې اداري بدلونونه هم په پام کې دي. نه غواړم پر ټولو بحث وکړم، خو دا به پر دلايلو ولاړ تغييرات وي“

د کرکټ بورډ چارواکي په داسې حال کې د بدلونونو خبره کوي، چې افغانستان ونه توانېد له نيپال څخه پرونۍ نړيواله شل اووره مسابقه وګټي.

په پرونۍ مسابقه کې پچه افغانستان وګټله او نيپال ته يې بلنه ورکړه، چې لوبه پيل کړي. نيپال د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٤١ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ١٤٢ منډو هدف وټاکه. افغانستان ونه توانېد هدف پوره کړي. د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره يې يوازې ١٣٢ مندې وکړې.

افغانستان تر دې مخکې له هانګ هانګ څخه مسابقه ګټلې وه.