ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پرون ورځې حمله وغندله.
پرون سهار اوو ځانمرګو بريدکوونکو د جلال اباد پر لومړۍ حوزه ډله ييز بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې يو ملکي کس او ١٠ تنه پوليس ووژل شول او ٢٥ تنه نور ټپيان شول.
د جمهوري رياست په مطبوعاتي اعلاميه کې ولسمشر حامد کرزي دغه بريد د پرديو مزدورانو کار بللى دى.
ښاغلي کرزي ويلي چې دغه ډول ناوړه اعمال نه شي کولاى د افغانستان د پرمختګ مخه ونيسي.
د پروني بريد مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.