انجنير احسان الله بيات، د ازادۍ راډيو د ١٣٩٢کال غوره شخصيت شو

ازادي راډيو د ۱۳۹۲ لمریز کال غوره شخصیت انجنیر احسان الله بیات انتخاب کړ.
احسان الله بیات په ۱۳۴۲ لمریز کال کې په کابل کې وزیږید. د استقلال له لیسې فارغه شو او په دې هیله چې ډاکټر کیږي به د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته ولاړ، خو درسونه یې بشپړ نه کړل، ځکه چې په افغانستان کې شخړې او ګډوډۍ پیل شوې.

دی اړ شو چې د خپلې کورنۍ له یوشمیر غړیو سره پاکستان ته کډه شي او بیا له هغه ځایه امریکا ته مهاجر شو او هلته یې د برق انجنیري ولوسته.

Your browser doesn’t support HTML5

احسان الله بیات، د ازادۍ راډيو د ١٣٩٢ل کال شخصيت

احسان الله بیات هغه څوک دی چې په افغانستان کې یې د خپلې پانګونې له لارې په سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، ده د اریانا راډیو تلویزیون شبکه فعاله کړې ده، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یې جوړ کړی او د بیات په نوم خیریه بنسټ لري چې له دې لارې له بې وزلو سره مرستې کوي.
انجنیر بیات څرګندوي چې هغه شپه مې سترګې سره ورځي چې له چا له بې وزلو سره مې مرسته کړې وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ راډيو د ١٣٩٢ل کال شخصيت