دادرس: له باګرام زندانه ۵۵ نوربندیان هم خوشې شول

د بګرام زندان د زندانیانو د دوسیو د څیړلو کمیټه وایي، له دې زندانه یې ۵۵ نوربندیان هم خوشې کړل.

د دې کمیټې غړي عبدالشکور دادرس نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، د دې پنځه پنځوس کسانو له ډلې څخه ۴۰ تنه يې په هلمند کې د بریتانوي ځواکونو لخوا زنداني شوي وو.

نوموړي وویل، چې د دې زندان اکثره بندیان له څو کلونو راهیسي له کره شواهدو پرته په ناحقه په زندان کې پراته وو.

خوامریکایی چارواکو له مخکې نه ویلي چې په دې زندانیانوکې یوشمیر یې ډیرخطرناکه دي چې باید نه وای آزاد شوي.