د روسيي پارلمان نن د هغه سند د تصویب لپاره غونډه کوي چې پر اساس کریمیا د روسيي د فیدراسیون برخه ګرځول شوې ده.
متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو له روسيي سره د کریمیا یو ځای کول غیر قانوني بللی دي او د مسکو دا ګام يې رد کړی دی.
په سیمه کې د موجوده بحران د راکمولو د هڅې په لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون نن په مسکو کې د روسيي له ولسمشر سره ویني.
ټاکل شوې چې بانکي مون به سبا ته له اوکرایني مشرانو سره د خبرو لپاره کیف ته هم لاړ شي.
په یوه بل تحول کې روسيي له تیرې چهارشنبې راهیسې د کریمیا اوسیدونکو ته د روسيي پاسپورتونو ویشل پیل کړي دي.
د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف نن وویل:
(مونږ به د هغو روسانو چې په بهرکې اوسیږي ګټې د دیپلوماتیکو،سیاسي، او قانوني لارو خوندي کړو.مونږ پر دې ټینګار کوو چې په نورو هیوادونو کې د زمونږ د هیواوالو حقونو او ازادۍ ته بشپړ درناوی کیږي.)
اخوا بیا اوکراین ویلي چې له کریمیا څخه خپل ځواکونه وباسي.
بل لورته بیا د اروپايي ټولنې مشرانو نن په بروکسل غونډه کوي او په کې له روسيي سره د کریمیا د یو ځای کولو په باب د مسکو پریکړې پر وړاندې د عکس العمل په څرنګوالي بحث کوي.