اوباما: د لادرکه شوي مالیزیایي الوتکې په اړه معلومات د واشنګټن لپاره لومړیتوب لري

د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي، د لادرکه شوي مالیزیایي الوتکې په اړه د معلوماتو ترلاسه کول د واشنګټن لپاره لومړیتوب لري.

بارک اوباما وویل، چې د اف بي آی په ګډون د امریکا د هوایې چلند له زیاتو سازمانونو څخه د یادي الوتکې د موندلو په مقصد کار اخیستل شوی دی.

ده زیاته کړه، چې د یادي الوتکې موندل د امریکا لپاره ملي لومړیتوب لري ځکه د نوموړي په وینا په دې الوتکه کې درې امریکایې اتباع هم موجود و.

د مالیزیا مسافر وړونکې الوته د رواني مارچ میاشتې په اتمه وروسته له هغې له ۲۳۹ مسافرو سره لادرکه شوه، چې د مالیزیا له پلازمینې کولالامپور څخه د پیکن په لور روانه و.