فتح الله وافي: د سمنګان لرغوني سیمي تر تهدید لاندې دي

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست مسوولين وايي، چې په دې ولايت كې تاريخي ابدې او معروفې استوپې د طبيعي پېښو تر تهديد لاندې دي.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست مشر فتح الله وافي ازادي راډيو ته وويل، چې د دې ولايت په مختلفو سيمو كې تاريخي ځايونه او معروفې استوپې د تخريب په حالت كې دي.

د ښاغلي وافي په خبره چې، د ۱۲ كلونو په درشل كې د سمنګان له تاريخي ځايونو اوعابدو څخه په دقيق او مسلكي ډول سروې نه ده ترسره شوې او په اړه يې لازم كارونه هم نه دي ترسره شوي.

هزار سم، تخت رستم، قره كمر، سم سنګي د دې ولايت له مهمو او مشهورو تاريخي استوپو او ځايونو څخه شمېر كيږي چې اكثرآ ډېرى برخې يې د مختلفو عواملو له كبله وېجاړ شوي دي.

د سمنګان ولايت هزار سم هم يو له همدې تاريخي ځايونو څخه دى چې د شمالي هندوكش لورته د ۲ بودايي مهمو مركزونو « تخت رستم او بامیان » ترمنځ موقعيت لري.

تخت رستم هم د دې ولايت له تاريخي استوپو څخه ګنل كيږي، چې د سمنګان له مركز ايبک ښاره ۱.۵ كيلومتره فاصله لري او د يادې استوپې په لمن كې لا هم كرنه ترسره كيږي او خلک يې له لاندېنۍ برخې څخه د زارعتي ځمكو په ډول استفاده كوي.

د سمنګان اوسیدونکي وايي، چې دولت د تاريخي او باستاني عابداتو په ساتنه كې پاتې راغلى او په دې برخه كې يې هېڅ ډول پاملرنه نه ده كړې.

د دوى په خبره چې د طالبانو د رژيم له ړنګیدو وروسته د تمې خلاف د تاريخي ځايونو وضعيت چې بايد ښه شوى وى، برعكس لا دا تاريخي سيمې تخريب شوې.

د سمنګان يوه اوسېدونكي عبدالقيوم يې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

″دولت دولت نه دى، ځكه چې هېڅ پاملرنه تاريخي ځايونو تنه نه لري، دلته يواځې تخت رستم او هزار سم نه دي چې تخريب كيږي بلكه د هېواد په مختلفو سيمو كې زرګونه تاريخي ځايونه د دولت د بې پامۍ له امله تخريب شوي دي.″

فتح الله وافي د سمنگان در اطلاعاتو او كلتور رياست مشر دا ادعاوې مني، خو بيا وايي چې د تاريخي عابدو د دقيقې سروې او په اړه د لازمو اقداموتو په برخه كې مركزي دولت ګرم دى، ځكه چې په اړه يې یاد رياست ته كافي بوديجه نه ده وكړې:

″يواځينى ستونزه، چې موږ لرو، د تاريخي ځايونو څخه د دقيقې سروې نه ترسره كېدل دي او ۵۶ تاريخي عابدې د تخريب په حال كې دي، متسفانه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم لازم اقدامات نه دي كړي او بشپړ امكانات ورسره نشته چې په دې اړه يې اړين اقدامات كړي وي.″

يواځې سمنګان ولايت نه دى چې په كې له ۵۰ څخه ډېرې تاريخي عابدې د تخريب په خطر كې په سر وړي، تر دې پخوا هم د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت چاروكو په يوه راپوركې ويلي ول، چې د هېواد په مختلفو سيمو كې ۱۲۰۰ تاريخي ځايونه د نابودۍ له خطر سره مخ دي.

راپور: مجيب الرحمن حبيب زى- مزارشريف