نور: په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو هڅې شوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، په را روانو ټاکنو کې د یې د ښځو د ګډون لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو هڅې کړي او دا په ښځو پورې اړه لري چې له خپله حقه کار واخلي.

په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

خو ښايي د هغو کسانو شمېر چې د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي ترهغه زیات وي چې سږ کال يې نومونه ثبت کړي ځکه ډيرو کسانو ښايي د تیر وار انتخاباتو کارتونه هم ساتلي وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور وايي، د افغانستان د قوانینو پراساس د رایې ورکول د خلکو مکلفیت نه دی نو ان د خلکو کم ګډون هم د انتخاباتو پر مشروعیت اغیز نه شي کولای.

خو دی وايي، چې په افغانستان کې نږدې څلویښت فیصده رایې ورکونکې ښځې دي او کېدای شي چې د یوې ښځې یوه رایه هم ټاکونکې وي:

″د افغانستان قوانینو ټينګار کړی چې د ښځې او نر رایه مساوي ده یعنې یو ارزښت لري په دې معنی چې که چیرې یو کاندید پينځوس جمع یوه رایه یوسي هغه وړونکې ده.

دا یوه رایه که یوه ښځه ورکړي یا نارینه، هغه کاندید د ولسمشرۍ څوکۍ ګټونکې کېدای شي.″


خوپه افغانستان کې د جمهوري ریاست لپاره د یو شمېرکاندیدانو له کمپاینونو څرګندیږي چې ځيني یې د نورو په پرتله د (یوپنځوسمې) رایې پر اهمیت ښه پوهیږي.

اسوسیټد پریس اژانس په کابل کې د انتخاباتي مباروز په اړه وايي، چي یو شمېر کاندیدانو د ښځو په راییو پسې پښې لڅې کړي دي.

د اسوسیټد پریس په وینا، کله چې حبیبه سرابي د کاندید زلمي رسول په ګټه د کمپاین په یوه غونډه کې د سل ګونو ښځو او نارینه وو په منځ کې راڅرګنده شوه، شاوخو ناستو نارینه میلمنو ته یې یوازې سرخوځاوو خوله ښځو سره یې په لاس روغبړ کاوو.

سرابي اسوستید پریس ته ویلي:

″ښځې کولای شي چې په افغانستان کې د سیاسي انتقال پر بهیر اغیز وکړي.″

د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې د ښځو د برخې مشرې ګل مکۍ ساپۍ اسوسیټډ پریس ته ویلي:

″دا وار به ښځې د انتخاباتو په نتیجه کې تغیر راولي.″


د بل کاندید اشرف غني احمدزي میرمن د مارچ په اتمه د ښځو په یوه ستره غونډه کې راڅرګنده شوه او پر ښځو یې غږ وکړ چې د انتخاباتو په ورځ رایې ورکړي.

دا کار له ټولنیز او کلتوري اړخه د افغانستان په څير سخت دریځي هېواد کې چې د رهبرانو ښځې تر ډيره حده پټې پاتې کېږي، ساری نه لري.

خو په افغانستان کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان او د ښځو د حقونو مدافع ډلې اندیښنه لري، چې ټولنیزې ستونزې او د امنیت خرابوالی به په انتخاباتو کې د ښځینه رایې ورکونکو ګډون پيکه کړي.

په افغانستان کې د تحلیلګرانو شبکه خبرداری ورکوي، چې په هغو سیموکې چې د وسله والو طالبانو نفوذ زیات دی، د ښځو لپاره وضعیت نه دی بدل شوی.

د دې شبکې یوې غړې وږمې سمندري ازادي راډیوته وویل:

″په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډیره مهمه مساله ده او کولای شي چې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د ښځو رول لا پیاوړی کړي.

خو دا کار په افغانستان کې ستونزې لري ځکه چې موږ پوهیږو چې په نا امنو ولایتونو یا داسې سیمو لکه هلمند یا خوست کې ښځې ډيرې زیاتې ستونزې لري. هلته د وسله والو ډلو او غیر مسولو ګروپونه فعالیت ښځې ډارولای شي او ښايي کمه برخه واخلي. ″


جمهوري ریاست ته د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې د ښځو د برخې مشرې ګل مکۍ ساپۍ ویلي:

″موږ اندیښنه لرو ځکه په هغو سیمو کې چې وسله وال کنټرول لري، ښځې رایې نه شي ورکولای.″

د ښځو په منځ کې زیاته بې سوادي، د انتخاباتو د اهمیت په اړه کم معلومات او د رایې ورکولو د پروسې پیچلتیا هم د ښځینه رایې ورکونکو په وړاندې عمده ستونزې ګڼل کېږي.

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور ازادي راډيو ته وویل، د دوي کارکونکې کلیو او ولسوالیوته ځي تر څو ښځو ته معلومات ورکړي.

نوراحمد نور نن ازادي راډیو ته وویل:

″موږ همدا اوس د هېواد په ګوټ – ګوټ کې تقریبا یو زر او پينځه سوه مبلغین لرو، چې په دې کې پينځه دیرش فیصده ښځنیه مبلغیني دي ترڅو له ښځو سره اړیکې ټینګ کړی او د انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون له بېلابېلو لارو ښځو ته د اطلاع رساني هڅې کړې ترڅو ښځو ته د انتخاباتو پر اهمیت معلومات ورکړي او د دوي ونډه تضمین کړي.″


د کندز ښار اوسیدونکې وحیدې ازادي راډیو ته وویل، ښځې باید د ټولو ستونزو سره د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره د راییو مرکزونو ته ولاړې شي او د انتخاباتو په ورځ رایې ورکړي:

″دا به موږ ته ډيره ګټه وکړي. که چېرې موږ د پرمختګ هڅه وکړو نو ښايي په افغانستان کې امنیت راشي. موږ باید رایې ورکړو.″

د ګل چمن په نوم یوې ښځې چې د اسوشیتد پرس اژانس خبریال په کابل کې د حبیبې سرابي په کمپاین کې لیدلې ویلي:

″ما په تیرو انتخاباتو کې د دې خبرې چندان پروا نه کوله خو دا وار به حتما راییه ورکوم ځکه هیله لرم چې دا کار به د امنیت او ثبات د ټينګښت سره مرسته وکړي.″