فیفا: لس زره څارونکي به افغان انتخابات وڅاري

د افغانستان د انتخاباتو څارنه به په زرګونو کورني او یو شمېر بهرني څارونکي وکړي.

دغو انتخاباتو ته څه باندې دوې اونۍ پاتې دي او یو شمېر کاندیدان دا ویره لري، چې درغلۍ به په کې وشي، خو هغه ادارې چې څارونکي استوي کاندیدانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به هڅه وکړي چې دا انتخابات راڼه ترسره شي.

د هغو ادارو له ډلې چې د وري د شپاړسمې نیټې انتخابات څاري یوه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه ده، چې ژمنه کوي چې د انتخاباتو د څارنې لپاره به په زرګونو څارونکي وګماري.

د دغې موسسې اجراییوي رییس جانداد سپین غر ازادي راډيو ته وویل، چې موږ خپل څارونکي هرې سیمې ته له اړتیا سره سم استوو:

″موږ به لس زره څارونکي څلور دیرش ولایتونو ته واستوو او هر ولایت ته به له اړتیا سره سم څارونکي لیږو″

سپین غر زیاته کړه، چې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه به دغه لس زره کسان روزي، څو د انتخاباتو سمه څارنه وکړای شي او بیا به یې ولایتونو ته استوي.

بل لورته د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له اروپایي ټولنې او سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان له هیوادو غوښتې دي چې څارونکي افغانستان ته ولیږي.

اروپایي ټولنې اعلان کړی دی، چې افغانستان ته یو پنځلس کسیز پلاوی استوي څو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په څارنه کې مرسته وکړي. د اروپایي ټولنې د دغو څارونکو مشري به په اروپایي پارلمان کې د هالنډ استازی تییس برمان کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګ لارې مشرې کاټرین اشټن وایي، چې دا انتخابات مهم دي او دا لومړی ځل دی چې په ډیموکرات ډول به په افغانستان کې واک انتقال شي.

جانداد سپین غر وایي، چې د بهرنیو څارنه په نړېواله ټولنه کې د افغانستان د انتخاباتو اهمیت زیاتوي، خو د درغلیو ډیره مخه کورني څارونکي نیولی شي.

د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې بهرنیو څارونکو د درغلیو خبره رسنیو ته وکړه، چې بیا یو شمېر صندوقونه قرنطین شول او نژدې یو میلیون رایي چې د ولسمشرحامد کرزي په ګټه کارول شوې وې باطلې اعلان شوې.