د جلال اباد په پېښه کې د۷حمله کوونکو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

نن سهار وختي شاوخوا پینځه بجې درنو چاودنو د جلال اباد ښار ولړزاوه، چې وروسته وسله واله نښته هم پيل شوه.

دا درنه چاودنه د لومړی امنيتي حوزې په دروازه کې د یوه موټر بم په وسیله وشوه او نور وسله وال حوزې ته ننوتل، چې او د امنيتي ځواکونو سره وسله واله نښته پيل کړه.

دغې نښتې تر درې نیم ساعتو پورې دوام وکړ.

د پيښې پای ته رسیدو وروسته د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي او د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد په ګډه خبرې کنفرانس ورکړ.

فضل احمد شیرزاد وویل، په دې پېښه کې د اوو تنو ځان وژونکو برید ګرو په ګډون اتلس تنه وژل شوي او څوارلس پولیس زخميان دي:

"دغه برید سهار پینځه بجې شروع شو، زه خپله هماغه وخت ورته رغلی وم، زموږ امنيتي موظفینو قوي مقاومت وکړ، دا اووه تنه بریدګر و، ټول وژل شوي او زموږ د امنيتي ځواکونو لس تنه وژل شوي او څوارلس تنه نور زخمیان دي او یو ملکي کس هم وژل شوی دی"

د قومندان د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې د لومړی حوزې امر او یو ملکي وګړی هم په کې شامل دی.

دا، چې د دې برید څخه هدف څه و، د ننګرهار والي ویاند احمدضياعبدالزی يې په اړه وايي:

"داسې تصور کیږي، چې د حوزې ترڅنک ځيني نور تاسیسات د دوی هدف و، چې ولایت هم په کې دی، خو دوی په لومړی نقطه کې پاتې شول او هلته له منځه لاړل"

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او په خبره يې، چې په دې پېښه کې په لسګونو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړ ده، چې لومړی امنيتي حوزه د ولایت شاهي ماڼۍ سره دیوال شریکه ده او دا رنګه مخامخ ورته د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون ودانۍ ده، چې د دې برید له امله یاده ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

ننګرهار : شاه محمود شینواری

پخواني:
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې، په جلال اباد کې د لومړۍ امنیتي حوزې او د ولایت پرمقام د وسله والو په حمله کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لس پولیس او اووه حمله کوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل الاحمد شیرزاد نن خبریالانو ته وویل، چې په پيښه کې څوارلس پولیس ټپیان هم دي.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو درې ساعته مقاومت وکړ او اوس سیمه په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

دا پيښه نن سهار پنځه بجې وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو د جلال اباد ښارد لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته یوه موټر بم چاودنه وکړه.


وسله والو طالبانو د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.


پخواني:

د کورنیو چارو وزارت وایې، په جلال اباد کې په لومړۍ امنیتي حوزې او د ولایت مقام باندې حمله کوونکي له منځه تللي او نښته پای ته رسیلې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادی راډيو سره په مرکه کې که څه هم د دې نښتې د تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل، چې امنیتي ځواکونه اوس سیمه تصفیه کوي.

د جلال اباد د مرکزي روغتون چارواکو د معلوماتو له مخې د نښتې له سیمې دوی ته دوه مړي او شل ټپیان ور وړل شوي دي.

دا پيښه نن سهار پنځه بجې وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو د جلال اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته یوه موټر بم چاودنه وکړه.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات:
د جلال اباد ښار پرلومړۍ حوزه او شاهي ماڼۍ وسلوال بريد او درنې چاودنې شوي.

نن سهار شا او خوا پنځه بجې د جلال اباد ښار پر لومړۍ حوزه لومړى درنې چاودنې او له هغې وروسته وسلواله نښته پيل شوه.

عيني شاهدان وايي، چې له چاودنې وروسته وسلوالو د شاهي ماڼۍ پر دروازې هم بريد وکړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير وايي، چې تردې دمه د پېښې له سيمې ورته ١٢ پوليس ور وړل شوي دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ويل کيږي، چې يادو چاودنو کې د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

د يادې پېښې په اړه تر دا مهاله ولايتي چارواکو رسنيو ته څۀ نه دي ويلي.

خو د وسله والو ‌طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راديو ته په ټليفوني اړيکه کې د دې بريد مسوليت په غاړه اخيستی او په خبره يي، چې ملګرو يي لومړي د موټر بم په وسيله پر لومړي حوزه انفجار کړي، وروسته يوه ډله وسله وال ورننوتي او د ولايت مقام او شاهي ماڼى يي تر بريد لاندې راوستې.

مجاهد وايي، نښته اوس هم روانه ده، دي وايي ګڼ شمېرامنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره نه ده معلومه.

د يادونې وړ ده، چې په جلال اباد ښار کې لومړۍ امنيتي حوزه او شاهي ماڼۍ دوه خوا په خوا ودانۍ دي.