شین زو ابي، جاپان سره د کریمیا د یوځای کولو په اړه د روسیې اقدام وغانده

د جاپان صدراعظم له خپلې خاورې سره د کریمیا د یوځای کولو په اړه د روسیې اقدام وغانده.

شین زو ابي، چې د جاپان په پارلماني کمېټه کې خبرې کولې، نن وویل، توکیو د روسیې د ولسمشر له خوا د کریمیا ټاپو وزمه د یوځای کولو د موافقې لاسلیک د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه بولي.

د جاپان صدراعظم وویل، د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو له مشرانو سره به مشوره وکړي او د روسیې پر ضد به نور اقدامات وڅېړي.