اسراییل وايي، د سوریې د پوځ پرڅو ځایونو یې د هغو بمي حملو په بدل کې بریدونه کړي

اسراییل وايي، د سوریې د پوځ پرڅو ځایونو یې د هغو بمي حملو په بدل کې بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې پرون د جولان په لوړو کې څلور اسراییلي پوځیان ژوبل شول.

د اسراییل پوځ وايي، چې دوی نن سهار وختي د سوریې د پوځ مرکزونه، د روزنې ځایونه او د توپچي کنډکونه په نښه کړي دي.

د اسراییلو د پوځ ویندوی ډګرمن پیټر لیرنر وویل، دا بریدونه د الوتکو په وسیله شوي دي.

ده په نښه شوي هدفونه د جولان د لوړو د سوریې خوا پوځي تاسیسات وبلل.