نن د بې درکه شوې مالیزیايي الوتکې د لټون دوولسمه ورځ ده خو د الوتکې او په هغې کې د ۲۳۹ تنو سپرو کسانو د برخلیک هیڅ څرک نه دی لګېدلی.
د تایلنډ پوځي چارواکي وايي، وروسته له دې چې له خپل مرکز سره د مالیزیايي الوتکې ارتباط پرې شو د دوی راډار یوه ناپېژندویه الوتکه ولیده، چې د مالاکا د تړانګې په لور روانه وه.
د مالیزیا د (ایم ایچ )۳۷۰ الوتکې د موندلو لپاره د لټون عملیات وروسته له دې اووه میلیون کیلومتر مربع ساحې ته پراخ شول، چې د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق د شنبې په ورځ وویل، چې د کنټرول له مرکز سره د اړیکو له غوڅېدو وروسته الوتکه اووه ساعته په هوا کې وه.
مالیزیايي چارواکي د الوتکې په بې درکه کېدو کې قصدي عمل ویني.
دا الوتکه د مالیزیا له مرکز کوالالمپوره د چین مرکز پېکینګ ته روانه وه.