د رايي ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه به ترکومې نیټې پورې پرانیستې وي؟

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رايي ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو نیټه تمدید کړه.

ټاکل شوې وه، د نوم لیکنې مرکزونه د رايي ورکولو له ورځې دوه اونۍ مخکې پورې خلاص وي، خو دغه کمیسیون د نوم لیکنې مرکزونو ته د خلکو د ښه لاس رسي په خاطر یاد شوی وخت د رايي ورکولو ورځې څخه تر درې ورځو مخکې پورې تمدید کړ.

محمدویس صمیم په دې هکله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا له رییس ضیاالحق امرخیل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د رايي ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه به ترکومې نیټې پورې خلاص وي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د دارلانشا له مشر ضیا الحق امر خیل سره مرکه