په چیچین کې د یاغیانو یوه ملاتړي ویبپاڼې خبر ورکړ، چې د چیچنیایانو مشر داکو عمروف شهید شو.
دا خبر کافکاز سنتر ویبپانې خپور کړی دی او دا یې نه دي ویلي، چې کله او څه وخت عمروف مړ شو.
په تیرو کلونو کې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې عمروف وژل شوی دی خو کله هم دا راپورونه تایید نه شول.
دا لومړی ځل دی چې د خپله عمروف ملاتړي د هغه د مړینې خبر ورکوي.
د روسیې د تروریزم ضد ملي کمیټې یوه ویاند وویل، چې دی دا نه شي تاییدولی چې عمروف دې مړ شوی وي.
د یاغیانو په ویبپاڼه کې یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې په کې د علي ابو محمد په نوم یو سړی وایي، دی د عمروف پر ځای ټاکل شوی دی.
خو بل لور ته د چیچن د بیلتون غوښتونکو یوه مشر احمد ذکاییف چې په لندن کې اوسي، ازادۍ راډيو ته وویل:
″داسې ښکاري چې هغه یا وژل شوی او یا هم مړ شوی دی او درېیم تصور دا کیدای شي چې کوم شرایط چې په قفقاز او روسیه کې دي په ځانګړی ډول په سوچي کې د المپیک د لوبو په وخت، دی له سیاسي صحنې بهر شوی دی″
عمروف تورن شوی و، چې د مسکو په ګډون ده په هغو چاودنو کې لاس درلود چې روسان پکې په نښه شوې دي.
عمروف د روسيې په شمالي قفقاز کې د یوه اسلامي حکومت د جوړیدو لپاره هڅې کولې.