د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان د ډیورنډ کرښې د مسالې د حل په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځیني کاندیدان وایي، که چېرې بریالي شي، د دې کرښې په اړه پریکړه به د دواړو غاړو ولسونو ته وسپاري.
خو ځیني نور بیا وایي، ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه باید د دې مسالې په حل کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ځیني کارپوهان بیا وایي، چې د ډیورنډ کرښې په قرارداد څه باندې سل کاله اوښتي او له حقوقي پلوه د دې کرښې په اړه تجدید نظر امکان نه لري.
د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان د ډیورنډ کرښې په اړه د ولسمشرحامد کرزي په څیر نظر لري او وایي، چې په دې اړه پریکړه د ولسونو حق دی.
د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی وایي، که چېرې بریالی شي، د ډیورنډ کرښې د مسالې د حل لپاره به د تصمیم صلاحیت عامو خلکو ته وسپاري:
″زموږ دریځ روښانه دی، د ډیورنډ د کرښې په اړه فیصله د ولسونو ده، نه د حکومتونو او نه د افرادو، موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې، هغه مساعد شرایط برابر شي، چې ولسونه په خپله رضا دې باندې فیصله وکړي.″
د ډیورنډ کرښې موافقه په ۱۸۹۳ م کال کې د وخت د پاچا امیرعبدالرحمان خان او د شرقي هند د کمپنۍ د هیئت د مشر سرمارټر ډیورند له خوا لاسلیک شوه.
په دې وخت کې پاکستان وجود نه درلود او د هند او اوسني پاکستان دواړه د بریتانیا تر مستعمرې لاندې وې.
په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د پاکستان له منځته راتلو سره سم د افغانستان حکومتونو د دې موافقې په اړه غبرګونونه وښودل او ویل یې چې دا تحمیل شوې کرښه به هیڅ وخت په رسمیت ونه پيژني.
د ځیني کارپوهانو په باور په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو د ناامنیو یوعلت هم همدا کرښه ده، چې پاکستان یې د رسميت پیژندو غوښتنه کوي.
د جمهوري ریاست بل کاندید داود سلطانزوی بیا وایي، که چیرې بریالی شي، د یوې طرحې په عملي کولو سره به دا مساله هواره کړي:
″د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند د کرښې موضوع زموږ په پروګرامونو کې یو اقتصادي او انساني موضوع ده چې د حل لپاره یي اقتصادي او اجتماعي پروګرامونه لرو، د دې پروګرامونو د عملي کیدو لپاره د خط د دواړو خواوو د اقتصادي فرصتونو د رامنځته راوړلو په اساس او د خط د بې اهمیته کولو لپاره زموږ پروګرامونه عیار دي.″
په همدې حال کې د ډاکترعبدالله عبدالله د کمپاین یوه ویاند فضل الرحمان اوریا د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې که د دوی ټیم په انتخاباتو کې بریالی شي، د ملګرو ملتونو په مرسته به دا ستونزه هواره کړي.
خو زلمي رسول او ځینو نورو کاندیدانو بیا ویلي، چې د دې کرښې په اړه باید خپله خلک تصمیم ونیسي.
د ۲۰۱۲ میلادي کال په اکتوبرکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن وویل، چې دوی د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني، خو دې خبرې یې د افغان حکومت او ملي شورا غبرګونونه راوپارول.
ځیني څیړونکي بیا وایي، چې کاندیدان باید د ډیورنډ په اړه حقایق ووایي.
احمد سعیدي وایي، د نړېوالو اصولو له مخې، په هر قرارداد چې یوسل او شل کاله واوړي د وخت تابع کیږي او د بدلون وړ نه وي:
″د ډیورند کرښې له قرارداده څه باندې یوسل او شل کاله تیر شوي، په هر قرارداد چې یوسل او شل کاله تیر شي، بدلیږي نه، دا د وخت تابع کیږي، د پاکستان له ازادۍ څخه موږ اته ویشت کاله مخکې له بریتانیا څخه ازادي واخیسته، ولې په اته ویشتو کلونو کې مونږ په ملي او نړیواله سطحه غږ پورته نه کړ.″
د ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمل فیضي هم ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت په دې برخه کې جدي دی او د ډیورنډ د سرنوشت په اړه پریکړه د خلکو حق بولي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا مساله به څه وخت حل شي، خو په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې دوی د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني.
راپور: اسدالله ″لودین″