نن هم په ويانا کې د تهران او شپږو نړيوالو قدرتونو ترمنځ د ايران پر اټومي پروګرام خبرې دوام کوي.
د دغو تازه خبرو هدف د ايران د اټومي پروګرام لانجې ته د يوه اوږدمهاله حل موندل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ايران له خوا تور پورې شوى، چې بهرنيو استخباراتي سازمانونو هڅه کړې، چې د دې هېواد له اټومي تاسيساتو څخه يو، خراب کړي.
د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې يوه عالي رتبه امنيتي مسوول اصغر زارعان نامعلوم استخباراتي سازمانونه تورن کړل؛ چې د جعلکارۍ لپاره يې اراک اټومي بټۍ د سړو اوبو نابشپړ اټومي ري اکټور ته پمپونه دننه کړي دي.
که چېرې د ”اراک“ په نامه د دغې بټۍ د جوړونې چارې بشپړې شي؛ د پلونيم د توليد ظرفيت به لري، له دغو موادو د اټومي وسلو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.