بریتانا په هلمند کې له خپلو دوو اډو پرته ټولې اډې افغان ځواکونه ته وسپارلې

د برتانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې؛ دغه هېواد په هلمند کې د باسشن او آبزرویشن له دوه عمده اډو پرته نورې خپلې ټولې پوځې اډې افغان ملي ځواکونو ته وسپارلې.

د برتانیې دفاع وزیر فلیپ هاموند ويلي چې؛ د دوی د اډو تړل کېدل دا څرګندوي چې؛ افغان ځواکونه د امنیت د تامین پوره توان لري.

د فرانس پرس خبرې اژانس د ریپوټ په اساس؛ دغه اقدام د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستان څخه د ټولو برتانوي ځواکونو د وتلو د پرورګرام یوه برخه ګڼل کیږي.

د دې ریپوټ په اساس برتانیا یوه وخت په افغانستان کې یو سلو اوه دیرش اډې درلودې.