د اوکراین د کریمیا سیمه ییز چارواکي وايي؛ له روسیې سره د دې جمهوریت د یوځای کېدو په اړه د ټولپوښتنې په سلو کې پنځه نوي اعشاریه پنځه ګډونوالو مثبتې رایې ورکړې دي.
د کریمیا سیمه ییز چارواکي وايي؛ دا ارقام یې د ټولې ټولپوښتنې د نیمايي شمېرل شویو رایو له مخې ورکړي. د رایو بشپړ نتایج به نن وروسته خپاره شي. د چارواکو په وینا په دې ټولپوښتنه کې په سلو کې اتیا رای ورکوونکو ګډون کړی و.
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني په یوه لیکلي بیان کې ویلي؛ چې پر اوکراین پوځي یرغل او د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول به د روسیې لپاره په خورا ګرانه بیه تمام شي.
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن د مسکو پر ضد د اضافي اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې کرېملېن خبر ورکړی چې؛ ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د جرمني صدراعظمې انګېلامېر کل ته په ټلفوني خبرو کې ویلي چې؛ دا ټولپوښتنه له نړېوالو قوانینو سره سمون لري.
پوتین زیاتوي چې روسیه به د کریمیا د رای ورکوونکو د انتخاب درناوی وکړي.
د اوکراین حکومت دا ټولپوښتنه د سرکس هغه ننداره بللې چې؛ د مسکو د سرنیزې په زور ولوبول شوه. د کریمیا مسکو پلوي صدراعظم سیرګي ایسیانوف پرون وویل؛ د کریمیا پارلماني هیات نن مسکو ته ځي؛ څو له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو پر راتلونکو پړاوونو خبرې وکړي.