په سربیا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه څارونکې اداره وايي؛ چې د دوی د اټکل له مخې د پرمختګپالو ښي اړخي حاکم ګوند SNS د دې هېواد د پارلمان له دوه نیم سوه څوکیو څخه ۱۶۰ ګټلې دي.
د راپورونو له مخې په دوهم ځای کې په حکومت کې د حاکم ګوند متحد د سربیا سوسیالیست ګوند دوهم ځای خپل کړی.
ویل کېږي چې، په پرونیو انتخاباتو کې د خلکو ګډون په کې پیکه و. په داسې حال کې چې د سربیا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تمه لرله چې په دې انتخاباتو کې به چې خپل ټاکلي وخت څخه مخکې ترسره شول، د خلکو د ګډون کچه په سلو کې له پنځوسو زیاته وي.
د نامتو سیاستوال الکسانډر ووجیچ Aleksandar Vucic په مشرۍ د سربیا حاکم ګوندSNS د حکومت د کاري دورې په نیمايي کې له وخته د مخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه؛ څو د فساد پرضد د مبارزې او د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره د خلکو پراخ باور ترلاسه کړي.
له وخته د مخکې انتخاباتو اعلان په تېره جنوري میاشت کې څو ورځې وروسته له هغه وشو چې؛ اروپايي ټولنې د سربیا د غړیتوب د منلو په اړه له بلګراد سره خبرې پیل کړې.