شهید: په ایران کې اعدامونه او په اقلیتونو باندې فشارونه زیات شوی

په ایران کې د بشري حقونو د څیړنې لپاره د ملګرو ملتونو خاص څیړونکی وایي؛ د ایران د حکومت له خوا د مثبتو اقداماتو له پیل سره سره، په دې هېواد کې د بشري حقونو په اړه نړېوالې اندیښنې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي.

احمد شهید په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو؛ ویلي چې، په ایران کې اعدامونه او په اقلیتونو باندې فشارونه زیات شوی او قضا خپلواکه نه ده.

شهید وایي، ایران باید داسې قوانین او مقررات وضعه کړي چې؛ د ژوندانه د حق، بیان، ټولنو جوړولو، عقیدې او مذهب او تعلیم آزادۍ په کې تامین شي او تبعیض لري کړي.

شهید د خپل څیړنیر راپور برابرولو په مقصد د ایران په دننه او بهر کې له سلو زیاتو مدافعینو، وکیلانو، نژادي او مذهبي اقلیتونو له غړیو سره مرکې کړي دي.

تمه ده چې شهید خپل دا راپور د مارچ په ۱۷ مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری ته وړاندې کړي.