د اوکراین له دونیتسک ښار څخه له پولیسو سره په نښتو کې د یوه تن د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.
راپورونه وايي چې په دونیتسک ښار کې د کریمیا د اشغال پرضد د په پرونیو اعتراضونو کې د روسیې د مخالفینو او پلویانو ترمینځ نښتې وشوې. ویل کېږي چې، په دې نښتو کې یوشمېر کسان ټپیان شوي چې؛ روغتونونو ته لېږدل شوي دي.
د روغتیا وزارت چارواکو په دې نښتو کې د یوه تن مړینه او د څو نورو کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي. په راپورونو کې راغلي چې د دواړو اړخونو پلوي سلګونه اعتراض کوونکي د دونیتسک ښار په مرکزي چوک کې راټول شوي وو. پولیسو د دوی د خورولو هڅه وکړه خو اعتراض کوونکو د پولیسو له لوري ایښودل شوي موانع له مینځه یوړول.