د کونړ د غازي اباد په پیښه کې د ملي اردو ۶برمته شوي سرتیري راخوشې شول

د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ملي اردو ۶برمته شوي سرتیري خوشې شول.

د افغانستان د ملي امنیت ځینو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته دا تاييد کړه چې نوموړي شپږ برمته شوي سرتیري د دوي په هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب راخوشې شول.