په بامیانو کې د بودا د مجسمو د نړیدلو د دیارلسمې کلیزې یاد غونډه جوړه شوه

په بامیان ولایت کې د بودا د دو مجسمو د نړیدلو د دیارلسمې کلیزې یاد غونډه جوړه شوه.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې تیره شپه له دې امله جوړو شوو مراسمو کې د مدني ټولنو فعالانو یو ځل بیا د طالبانو د دې عمل غندنه وکړه.

طالبانو د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې په بامیانو کې د بودا دوه لویې مجسمې ونړولې.