وسله والو مخالفینو په ننګرهار کې د انتخاباتو کمیسیون درې کارکوونکي تښتولي

وسله والو مخالفینو په ننګرهار کې د انتخاباتو خپلواک کمسیون درې کارکوونکي تښتولي دي.

د دې کمیسیون یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته دا پیښه تایید کړه او وې ویل، چې د سپين ږیرو او قومي مشرانو له خوا هڅې پیل شوي ترڅو دا کسان د وسله والو له منګولو ازاد کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار امنیې قومندان فضل احمد شیرزاد وایي، چې دې درې کسانو تیره ورځ ده بالا ولسوالۍ ته له تګ نه مخکې امنیتي ارګانونو ته نه وو ویلي.

ویل کیږي، چې وسله والو مخالفینو لومړی د انتخاباتو څلور کارکوونکي تښتولي، خو وروسته یې یو ازاد کړی او درې یې له ځانه سره بیولي.