په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو پوځي ماموریت پای ته ورسېد

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د کاناډا شاوخوا څلویښت زره پوځيانو په افغانستان کې دندې ترسره کړې.

ایساف ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل چې؛ د کاناډا پوځي ماموریت د چهارشنبې په ورځ په یو لړ خاصو مراسمو کې پاي ته ورسید.

په اعلامیه کې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ له قوله راغلي چې؛ کاناډايي ځواکونو په سختو شرایطو کې د ناټو له پوځیانو سره په ګډه د افغانستان لپاره خپل پوځي ماموریت سرته ورساو.

هغه په افغانستان کې په تېره بیا په کندهار کې د امنیت په راوستلو کې د کاناډا رول اغیزمن بللی.

ډینفورډ د جرات او دندې د ښې مخته وړلو لپاره د کاناډايي پوځیانو مثال راوړی او ویلي یې دي چې، هم کاناډا او هم ناټو پرې ویاړي.

د ایساف ځواکونو په اعلامیې کې راغلي؛ کاناډا لومړی په ۲۰۰۱ او بیا په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته پوځیان ولیږل. په ۲۰۰۵ میلادي کال کې یې د کندهار د بیارغونې د ټیم قومنده واخیسته.

کاناډايي ځواکونو تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د افغانستان په جنوب کې له وسله والو مخالفینو سره د ایساف او افغان ځواکونو په ګډه همکارۍ جګړه وکړه.

اعلامیه زیاتوي چې، کاناډا د پوځي ماموریت تر څنګ د سړکونو په بیارغولو کې هم کار وکړ چې؛ تر ډېره یې د اقتصادي پراختیا لار هواره کړه.

د اعلامیې له مخې د کاناډايي پوځیانو جګپوړیو قومندانانو د ایساف په چوکاټ کې هم مهمې دندې مخته وړې دي.

د شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ لومړي میلادي کال راهیسې د افغانستان په پوځي ماموریت کې د کاناډا ۱۵۸ سرتیري وژل شوي دي.

کاناډا په افغانستان کې دوه زره او درې سوه سرتیري درلودل چې په جګړو کې یې برخه اخیستې.

راپور: صفي الله ستانکزی