ایري: د افغان ځواکونو په روزنې به ډیر تمرکز وکړو

په دې پروګرام کې مو په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت نوی قومندان جنرال ویني ډي ایري میلمه دی.

دې کاناډایي جنرال د تیرې دوشنبې په ورځ د ناټو د روزنیز ماموریت قومنداني په غاړه واخیسته.

له جنرال ایري سره به په دې پروګرام کې د افغان ځواکونو په وړتیا او د دې ځواکونو لپاره د دوی په پلانونو خبرې وکړو.

دی وایي، سره له دې چې، افغان ځواکونه پياوړي شوي، خو دوی یې په روزنې ډیر تمرکز کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟