په وروستيو وختونو کې د موسسو او دولت له خوا د بیارغونې ځينې داسې کارونه وشول چې اوس که د چا د کلي ویاله ورانه وي او یا کوم پل نړېدلی وي نو خلک له دولت او له موسسو تمه لري چې ورته جوړ به یې کړي او خپله همت نه کوي ، خو له ځوانانو چې پرانرجي او د ټولنې د ملا تېر یې بولي دا تمه کیږي چې پخپله لاس په کار شي او د خپلو خلکو، ټولنې او هیواد لپاره یو څه وکړي.
مثبت بدلون ټولنه چې په ننګرهار کې په ۱۳۹۱ کې د ځوانانو لخوا تاسيس شوې د مدني حرکتونو د پیاوړي کولو، د ځوانانو تر منځ د هم غږۍ رامنځ ته کولو او د ځینو نورو ټولنيزو ستونځو د له منځه وړلو په مقصد رامنځ ته شوې.
سیام الدین پسرلی د دې ټولنې له مؤسسینو یو دی، دی وايي خپل شاوخوا یې ځینې داسې نیمګړتیاوې او ستونځې لیدلې، چې غوښتل یې باید کار ورباندې وشي.
د دې ټولنې مسؤل (مشر) عبدالبصير سباوون وايي چې موږ خپل کارونه پخپله کوو او له هیچا مالي مرسته او پروژې نه اخلو، دی همدا راز د یوه درې میاشتيني وړیا کورس یادونه هم کوي چې ګڼ ځوانان یې روزلي او اوس مهال په ځينو ادارو کې په کار بوخت دي.
لطف الرحمن دانشمل او اسدالله ترین هغه ځوانان دي چې د دوی په وینا د مثبت بدلون ټولنې په کورسونو کې یې ډیر څه زده کړي دي، دوی خوشاله دي او له نورو مدني ټولنو هم غواړي چې یادې ټولنې ته ورته کارونه وکړي.
سباوون د ۱۲ علمي او فرهنګي کانفرانسونو یادونه هم کوي چې د دې ټولنې له خوا جوړ شوي دي او ځوانانو ته یې ډیره ګټه رسولې ده، دی وايي چې که چېرې د دولتي چارواکو او نورو سیاسي کسانو په کارونو کې نیمګړتیاوې وينو نو موږ چوپه خوله نه پاتې کیږو، بلکې نیوکې پرې کوو او د حل د یوې لارې وړاندیز ورته کوو.
سباؤن د یوې اوونيزې خبرپاڼې یادونه هم کوي چې ګټور مطالب پکې خپريږي او زیاتوي چې د ټولنې د غړو شمېر یې ورځ په ورځ زیاتيږي چې اوس یې شمېر ۲ زرو تنو ته رسیدلی دی. که چېرې له زړه کار وشي، نو مدني حرکتونه او ټولنې د یوه هیواد په پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی شي.
د تاندې څانګې د دې اوونۍ خپرونه په ننګرهار کې زموږ همکار شاه محمود شینواري په مرسته برابره شوې وه، د تاندې څانګې خپرونه هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، همدا راز تاسې دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ: