فابیوس: که مسکو د اکراین په اړه مثبت عکس العمل وښيي، نو واشنګټن به بندیزونه سمدستي ونه لګوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرلاورینټ فابیوس وايي، که چیرې مسکو د لویدیځ هغه وړاندیز ته مثبت ځواب ونه وايي چې په اوکراین کې کړکیچ راکم کړي نو د اروپايي ټولنې له خوا پرې بندیزونه په همدې اونۍ کې لګیدلی شي.

د فرانسې راډیو سره د خبرو پر مهال فابیوس وویل، که چیرې مسکو مثبت عکس العمل وښيي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به مسکو ته سفر وکړي او بندیزونه به سمدستي ونه لګول شي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، که چیرې مسکو منفي عکس العمل وښيي، نو د سفر بندیزونه او داسې بندیزونه چې د مشخصو روسانو شتمنۍ هدف ګرځوي به په همدې اونۍ کې ولګول شي.

فابیوس زیاته زیاته کړه د یکشنبې د ورځې لپاره د اوکراین په کریمیا کې پلان شوې ټول پوښتنه غیرې قانوني ده او د روسیې له خوا د کریمیا له ځان سره یو ځای کول هم یو غیرې قانوني اقدام دی.