"د ښځینه ساتوونکو په ګمارلو به ډیرې ښځې په انتخاباتو کې ګډون وکړي"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د کورنیو چارو وزارت له هغې هڅې هرکلۍ کوي چې ویلي یي دي، دیارلس زره ښځې به اماده کړي چې په انتخاباتي مرکزونو کې، د ښځینه رایو ورکوونکو تالاشي او مرسته به کوي.

دا کمیسیون وایي، د دې ښځینه ساتوونکو په ګمارل کېدو سره به ډیرې ښځې وکړای شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

تیفا یا د شفافو انتخاباتو بنسټ هیله ښيي، چې د کورنیو چارو وزارت دغه ژمنه عملي کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، که د کورنیو چارو وزارت له پلان سره سم، د ښځینه رایو ورکوونکو د تالاشي او مرستې لپاره دیارلس زره ښځې وګماري، د رایو ورکولو پروسه به منظمه او ډیرو ښځو ته به دا زمینه برابره شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې، دیارلس زره ښځې به وروزي، چې د انتخاباتو په مرکزونو کې له ښځینه رایه ورکوونکي تالاشي کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د کورنیو چارو وزارت خپل ترتیب کړی پلان په بري سره عملي کړي:

″موږ له دوی څخه غوښتي چې؛ د هر محل لپاره میرمنې وروزي، څو په محلونو کې ښځې تالاشي او مرستې ورسره وکړي.

دا یو لوی پلان دی هیله ده د کورنیو چارو وزارت وکولای شي، دا ښځې وګماري او رایو ورکوونکو ښځو ته دا زمینې برابری شي چې خپلې رایي وکاروي.″


ښاغلي نور وویل، د انتخاباتو پر ورځ له ښځینه رایو ورکوونکو سره د ځانګړو مرستو پلان، د دواړو ارګانونو ګډ پروګرام دی چې، د روزلو او ګمارلو چارې یي د کورنیو چارو وزارت په غاړه اخیستی دی.

د دې اقدام خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې، د ځينو سیمو خلک ټینګار کوي چې د ښځو لپاره د رایې ورکولو په مرکزونو کې باید ټول ساتوونکي او کارکوونکي ښځې و اوسي.

تیفا یا د شفافو انتخاباتو بنسټ په انتخاباتو کې د ښځو ګډون مهم ګڼي او وایي چې؛ امنیتي او نور مربوط ارګانونه باید خپل پلانونه سره هم اهنګ کړي څو، ښځو ته په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د دې بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب زاده د دوشنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، هیله ده چې د کورنیو وزارت کړې ژمنه په ښه توګه عملي کړي:

″د ټیفا له ادرسه مې له امنیتي ارګانونو هیله ده چې؛ عملي برخورد وکړي، واقعیت که تریخ هم وي، منو یي خو غیر واقعبینانه راپورونه ګټه نه کوي.

خبره عمل کې ده چې؛ ایا په اوسنیو شرايطو کې امکان لري چې په لیرې پرتو سیمو کې داسې ښځې وموندل چې استخدام او کار وکړي.″


که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د رایې ورکولو په ورځ به دیارلس زره ښځې ګماري، خو دا چاره اسانه نه بریښي.

خصوصً په لیرو پرتو سیمو کې به ډیرې کمې ښځې دې کار ته چمتو شي.

راپور: خان محمد ″سیند″