بلوچستان مېشتي افغان کډوال په انتخاباتو کې برخه غواړي

په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه نه ورکول کېږي. په کوټه کې ډېرى افغانان غوښتنه کوي، چې دوى ته هم بايد په انتخاباتو کې برخه ورکړل شي، چې وکولاى شي د خپلې خوښې کانديد ته رايې ورکړي او په پاکستان کې د مهاجرت له کړاوجن ژونده خپل هېواد ته را ستانه شي.

په پاکستان کې لا هم تر دوه ميليونه زيات افغان کډوال ژوند کوي، چې ١.٦ ميليونه يې د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر سره راجسټر هم دي.

دغه افغان کډوال شکايت کوي، چې په پاکستان کې له مجبورۍ د مهاجرت ژوند تېروي، خو دا حق بايد ورکړل شي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپلې رايې و کاروي. د کندهار ولايت اوسېدونکى محمدقاسم ابدال وايي:

″په کار خو دا ده، چې په پاکستان کې افغانانو ته د رايو ورکولو حق ورکړل شي، چې دوى پخپله خوښه خپل کانديد انتخاب کړي، له بده مرغه تر اوسه پورې چې دغو افغانانو ته حق نه دى ورکړل شوى، دا له دوى سره ظلم دى، بايد ورکړل شي″

محمدآصف د کندهار دى، خو اوس په کوټه کې ژوند کوي، وايي د ٢٠٠٤م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه او د رايې ورکولو هغه کارډونه يې تر اوسه ساتلي دي. له محمدآصف مي وپوښتل، آيا غواړي چې د افغانستان په راتلونکيو ټاکنو کې هم برخه واخلي:

″هو خود غواړو زموږ حق دى، افغانان چې دلته ژوند کوي د دوى حق دى چې په انتخاباتو کې رايې ورکړي، خو چې نه يې ورکوي دا د حکومت کار دى، زموږ حق دى چې رايې ورکړو، موږ پخوا هم رايې ورکړي او هغه کارډونه هم لرو، خو دا ځل موږ ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نه راکول کېږي″

پاکستان مېشتي افغانان هيله من دي، چې په راتلونکيو ټاکنو کې داسې ولسمشر وټاکل شي، چې له مخالفينو سره روغه جوړه وکړي او جګړه پاى ته ورسيږي، دوى به هم د مهاجرت له ستړي ژونده خپلو مېنو ته ور کډه شي. دوه تنه نور افغانان چې غواړي په ټاکنو کې برخه ورکړل شي، وايي:

″زما نوم عبدالمحمد دى د کندهار يم، بايد موږ هم په انتخاباتو کې برخه واخلو، دا په قانون کې زموږ حق دى، خو چې برخه نه راکوي نو څه کولاى شو، دا دى موږ ته يې برخه نه ده راکړې، زموږ خاص پوښتنه څوک نه کوي″

″زما نوم الله ګل دى، غواړو چې په انتخاباتو کې برخه واخلو، مهاجرينو ته يې دا ګټه ده، چې انتخابات په ښه توګه سر ته ورسيږي، په افغانستان کې به جګړه پاى ته ورسيږي، موږ به ورشو خپل وطن ته، ډېر ښه خوند کوي، ارامه ارامي به وي، هر يوه ته وظيفه پيدا شي، نو ډېر ښه کار دى خپل وطن دى″

ليکوال او شاعر قاسم ابدال وايي، په پاکستان کې مېشت افغانان هم تر پخوا ډېر په دې پوهېدلي دي، چې په هېواد کې يې بې له يوه جمهوري حکومته- چې د خلکو په رايو ټاکل کېږي- بل د زور حکومت دوام نه شي کولاى. له ده مي وپوښتل چې په کوټه کې مېشت افغان ځوانان د کوم کانديد په برياليتوب خوشاله دي:

″افغانان د پخوا په پرتله اوس ډېر له انتخاباتو او دغه ډول شيانو سره ډېر بلد شوي دي، زما په فکر دا وخت يواځينى کانديد اشرف غني احمدزى دى، چې هغه ته موږ ځوانان ډېرې هيلې لرو او د افغانستان راتلونکى له هغه سره تړو″

په کوټه کې مو د افغانستان د مهاجرينو وزارت له مسوول امدادالله عزيز څخه وپوښتل، چې افغان کډوالو ته په انتخاباتو کې برخه ولې نه ورکول کېږي، نوموړي يې سبب ونه ښوو، خو وايي د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون پرېکړه ده، چې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د رايو ورکولو زمينه نه شي برابرېداى:

″په ٢٠١٤م کال کې د انتخاباتو مستقل کميسون په بهر کې د افغانانو لپاره په انتخاباتو کې د ګډون چانس نه دى ورکړى، په نورو وختونو کې يې چې ورکړى وو هغوى مستقيماً پکې برخه اخيستې ده، دا ځل يې چې نه دى ورکړى دا د انتخاباتو د کميسون پرېکړه ده، کېداى شي مالي امکانات ورته ونه لري، خو د امنيتي ستونځو يادونه يې نه ده کړې″

د يادونې وړ ده چې په ايران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ٢٠٠٤م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه ورکړل شوې وه، خو د ٢٠٠٩م کال په ټولټاکنو کې ورته زمينه برابره نه شوه، چې په ټاکنو کې خپلې رايې ورکړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه