اسراییل: له ایران څخه غزې ته په تلونکې کښتۍ کې ۴۰ توغندي موندل شوي

د اسراییلو پوځ وايي، په هغه کښتۍ کې یې چې د شوې ادعا له مخې له ایران څخه د غزې تړانګې ته وسله په کې لېږدول کېده، څلوېښت توغندي موندلي.

د اسراییلي پوځ په وینا دا توغندي تر یوسل او څلوېښت کیلومترو واټن ویشتلای شي. د اسراییلو پوځي چارواکي وايي؛ دا کښتۍ یې چې د پاناما بیرغ پرې ځړېده، تېره اونۍ د اریتریا او سوډان ترمینځ په سره بحیره کې ونیوله او وروسته د اسراییلو سمندري ځواکونو د اسراییلو تر ایلات بندر پورې په بدرګه ورسوله.

اسراییلي پوځ همداراز وايي چې؛ دا وسلې په غزه کې افراطي وسله والو ته استول شوې وې. ایران له دې کښتۍ سره خپل هرراز تړاو رد کړی؛ خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پر اسلامي جمهوریت تور ولګاوه چې؛ په سپین سترګۍ سره درواغ وايي.

اسراییلو د دې کښتۍ له قضیې څخه د ایران پرضد د هغو ادعاوو د بنسټ په توګه کار اخلي چې؛ ګنې ایران اوس هم خطرناک دی او د نړۍ قدرتونه باید د ایران د اټومي پروګرام په اړه له تهران سره خبرې اترې بندې کړي.