د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف د اسراییلو ادعا درواغ بللې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اسراییلو هغه ادعا درواغ بللې چې وايي په پرمختللو توغندیو بار هغه کشتۍ یې درولې ده چې تهران غزې ته استوله.

ظریف پرخپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، دا عجیب تصادف و، چې دا کشتۍ دقیقا په واشنګټن کې، د اسراییلو د پلویانو له کلني کنفرانس سره په یوه وخت کې نیول کېږي.

اسراییلو د چارشنبې په ورځ دا کشتۍ په سرې بحیرې کې ونیوله او ویې ویل، د سوریې ساخت وسلې ایران ته او بیا له نورو سمندرې لارو په غزه کې فلسطیني وسله والو ته استول کېږي.

د امریکا او اسراییلو د عامه اړیکو د ځواکمنې کمیټې کلنی کنفرانس د تېرې سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې جوړ شو او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وینا پکې وکړه.
له ولسمشر بارک اوباما سره په کتنه کې نتنیاهو وویل چې ایران د اسراییلو لپاره ترټولو زیات او سمدستي خطر رامینځ ته کوي.