په لغمان د حق او عدالت ګوند پلويانو له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلان کړ

د پنجشنبې په ورځ په لغمان کې د حق او عدالت په سلګونو پلویانو د یوې غونډې په ترڅ کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې، د لغمان ولایت د حق او عدالت ګوند غړو سربیره پخواني څارنوال عبدالجبار ثابت، په پارلمان کې د لغمان د خلکو استازې زیفنون ساپۍ او د ډاکټر اشرف غني احمدزی د کمپاین یو شمېر مسولینو هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې پخواني څارنوال عبدالجبار ثابت وویل، هغه مهال، چې دی څارنوال و، د فساد پر ضد يې مبارزه پيل کړې وه، ولې د حکومت د نه ملاتړ په صورت کې په ډيرو کړیو بريالی نه شو، چې د قانون منګولو ته وسپاري.

ثابت وویل، دی په هېواد کې د قانون حاکمیت غواړي او په همدې خاطر يې په راتلوونکو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني سره ولاړ دی:

"د ملي مشر باید مسلکي پوهه ولري، که هغه په سیاست کې وي، که په اقتصاد کې او که په نورو برخو کې وي، چې له نیکه مرغه دا په ډاکټر صیب کې شته او په همدې خاطر مو ترې ملاتړ هم کړی."

د ډاکټر اشرف غني احمدزی د فرهنګي چارو سلاکار استاد لال پاچا ازمون د لغمان ولسونو ته په وینا کې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په راتلوونکو ټاکنو کې دې له ډاکتر اشرف غني نه ملاتړ وکړي، ځکه د هغه مبارزه د لغمان د ولسونو مبارزه ده:

"تاسې لغمانيان، که د ډاکټر صیب نه ملاتړ وکړ، لکه د استاد الفت نه مو ملاتړ کړی وي، ځکه د ډاکټر صیب شعار د الفت صیب له یوې نقطې نه پیل شوې، چې وايي:

نه مې د چا مال خوړی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه یا ګوم شو کله ویلي دي"


د ویلو ده، چې له دې وړاندې په ننګرهار کې هم د ډاکټر اشرف غني احمدزی په ملاتړ غونډې جوړې شوې وې او په هغو غونډو کې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف د اشرف غني ځينو پلویانو د وینې ورکولو کمپاین هم ترسره کړو.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری