د کاناډا سفیرې د افغان میرمنو د حقونو د ساتنې ډاډ ورکړ

په کابل کې د کاناډا سفیره دبرالینس

په کابل کې د کاناډا سفارت وایي، نړېواله ټولنه د افغان میرمنو د حقونو خوندیتوب ته کار کوي او ډاډ ورکوي چې د ښځو موجوده لاسته راوړنې به ضایع نه شي.

د کاناډا سفیرې د ښځو د نړېوالې ورځې په درشل کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی له ۲۰۱۴ کې وروسته افغان میرمنو ته ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري.

دا وایي، د افغانستان راتلوونکي حکومت هم باید د ښځو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او په سیاسي ډګر کې د هغوی د ډیر فعالیت لپاره لا زمینه برابره کړي.

که څه هم یو شمېر افغان میرمنې د خپلو موجوده لاسته راوړنو خوندیتوب ته اندیښمنې دي، خو په کابل کې د کاناډا سفارت ډاډ ورکوي چې نړېواله ټولنه به افغان میرمنې یوازې پرې نه ږدي.

په کابل کې د کاناډا سفیره دبرالینس وایي، افغان میرمنې په تیرو ۱۲ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لري، خو زیاتوي چې دا لاسته راوړنې کافي نه دي او باید ښځو ته ډیر کار وشي.

میرمن لینس د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د ښځو د حقونو په ساتنه کې کومه خلا رامنځ ته نه شي:

په دوه زره او څورلسم کال کې چې څه کیږي هغه د پوځونو وتل دي، خو په ورته وخت کې نړېواله ټولنه افغانستان نه پریږدي، موږ دلته یو چې له افغانانو سره په پراختیایي او اقتصادي برخو کې همکاري وکړو.

نړیواله ټولنه او زموږ هېواد دې ته ژمن دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او هغو لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې چې افغان میرمنې لري.


نوموړې وایي، کاناډا به له ۲۰۱۴ کال وروسته د ښځو د تعلیم او په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د هغوي د ونډې د پراخولو لپاره کار وکړي.

د ښځو یو شمېر فعالانې وایي، که چیرې نړېواله ټولنه له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي، د دوی حقونه به د پخوا په څیر تر پښو لاندې شي او موجوده لاسته راوړنې به یې ضایع شي.

تعلیم او روغتیایي خدماتو ته لاس رسی او په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه د ښځو هغه لویې لاسته راوړنې دي چې دا مهال یې لري.

که څه هم په دولتي او حکومتي چارو کې دا مهال دیرش فیصده میرمنې برخه لري، خو د ښځو فعالانې وایي، د دوی ونډه باید پنځوس فیصدو ته ورسیږي.

په کابل کې د کانادا سفیره د ښځو د نړېوالې ورځې په درشل کې ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید د ښځو حقونو او د ښځو ګډون ته ډیر پام وکړي.

دبرا لینس وایي، په راتلوونکي حکومت کې باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون هم د ملي شورا له خوا تصویب شي:

ملي شورا باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوی قانون تصویب کړي، راتلوونکی ولسمشر باید ډاډ ورکړي چې د ښځو د تعلیم او سواد لپاره پروګرامونه شته، دوی باید میرمنې وهڅوي چې په سیاست کې پراخه ونډه واخلي، دا ټول کارونه ددې سبب کیږي چې افغان ښځې پرمختګ وکړي او که چیرې افغان ښځې پرمختګ وکړي د افغانانو ټولنه به پرمختګ وکړي.

د افغان میرمنو د اندیښنو د لیرې کولو لپاره دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دی.

ښځینه فعالانې وایي، ترڅو چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کوونکو ته د قانون سره سمه سزا ورنه کول شي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی به هم راکم نه شي.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تر اوسه ملي شورا نه دی تصویب کړی خو د جمهور رییس له خوا د یوه تقنیني فرمان په توګه نافذ شوی دی.

راپور: اسدالله "لودین"