"انتخابات باید شفاف وي او کمیسیون په کې خپله بې طرفي وساتي"

د افغانستان د دیموکراسۍ د څار اداره وایي، را روان انتخابات باید شفاف او عادلانه وي او د انتخاباتو کمیسیون په کې خپله بې طرفي وساتي.

دې څارونکې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل، چې د عدالت د ټینګولو او ښې حکومتدارۍ لپاره ژمنې وکړي.

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په شفافو او عادلانه انتخاباتو کې د خلکو او مدني ټولنو مرسته ضروري ګڼي.

د افغانستان د دیموکراسۍ د څار اداره، د راتلوونکي حکومت مشروعیت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خپلواکۍ او په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون سره تړلې مساله بولي.

د دې ارګان ريیس زکریا بارکزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنو په یوې غونډه کې وویل، د انتخاباتي مبارزو له پیل راهیسي له یو شمېر خلکو سره، د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته، د یو احتمالي بحران د رامنځته کېدو، اندیښته پیدا شوې ده.

ښاغلي بارکزي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل، چې د شفافو انتخاباتو لپاره خپل پروګرامونه خلکو ته تشریح او په هکله یي ډاډ ورکړي:

″د راتلوونکو انتخاباتو بری د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو له خپلواکی، بې طرفی، د موثرو طرحو پلي کولو، د درغلیو مخنیوی، د مدني ټولنې له خوا څارنې او د خلکو له ګډون سره تړلي دي.

کاندیدانو ته مو وړاندیز دا دی چې؛ له خلکو سره ژمنه وکړي چې د انتخاباتو په نتیجه کې به د خلکو حکومت تشکېلوي.″


د مدني ټولنو په دې جوړې شوې غونډه کې په افغانستان کې د کاناډا د سفارت استازیو هم ګډون کړی و او د افغانستان له را روانو انتخاباتو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

په کابل کې د کاناډا سفیره ویبورا لوینس په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې له فرصته دې ګټه واخلي او د خپلې کاندید ته دې رایې ورکړي.

په دې غونډه کې د انتخاباتو د کمیسیون غړې لیلا احراري وویل، د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره د خلکو ګډون او همکاري حتمي ده:

″د انتخاباتو کمیسیون په یوازې ځان هیڅ نه شي کولای، باید ملاتړي ولري.

له لوژستیکي اړخه، د انتخاباتو ترسره کول د کمیسیون پرغاړه دي، خو
له مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، امنیتي ارګانونو او په انتخاباتو کې له ښکېلو ادارو غواړو چې د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته وکړي.″


مدني ټولنو د رایو ورکولو د مرکزونو په زیاتولو او په کې خلکو او په تیره ښځو ته د اسانیتاو پر برابرولو ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو په غونډو کې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسي دوام لري، خلکو ته د ډیرو کارونو د ترسره کولو ژمنې کړي دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

Your browser doesn’t support HTML5

"انتخابات باید شفاف وي او کمیسیون په کې خپله بې طرفي وساتي"